اسلام آباد۔4اکتوبر(اے پی پی) د ملائیشیا وزیراعظ?? انور ابراهیم د پاكستان خپله درې ورځنۍ سركاري دوه بشپړ كولو څخه وروستو خپل هېواد ته ستون شوے۔ وزیراعظم شهباز شریف ګران مېلما نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او د وفاقي ك??بي??ې غړو سره په ګډه رخصت كړو۔ دې څخه وړاندې د شورؤ ??ه ورځ پاكستان ته د رارسېدو په مهال وزيراعظم شهباز شريف او د ك??بي??ې غړو ملائيشين وزيراعظم ته هركلې وئيلې ؤ۔ د تفصيلات له مخې د دورې په مهال د انور ابراهيم د اعلې كچې پلاوي كښې وزيران ٬ نائب وزيران او اعلی چارواكي شامل وو۔ د ملائيشيا وزيراعظم خپل همڅنګ شبهاز شريف سره ون آن و ن ملاقات او د پلاويو په كچه خبرې وكړې۔ ده صدر مملكت آصف علي زرداري سره هم د ګټورو خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دورې څخه وروستو ملائیشین وزیراعظ?? انور ابراهیم په خپل اېكس ټائم لائن ليكلي چې زما خپل همڅنګ شهباز شریف او صدر پاکستان آصف علی زرداری سره د ملاقاتونو او صنعتي استازو سره د خبرو ګټورې نتيجې رامخې ته شوي دي۔ ده ووئيل دې ملاقاتونو سره اړيكو ته وده وركولو له د اعلی مشرتابه د عزم عكاسي كېږي۔ فریقینو په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته زياتولو له درې مفاهمتي يادښتونه هم لاسليك كړل۔ د دورې په مهال په ملاقاتونو كښې په دې خبره اتفاق وكړے شو چې پاكستان به ملائيشيا ته د 20 کروړ ډالر ماليت حلاله غوښه او يو لاك ټن باسمتي وريژنې برآمد كوي۔ انور ابراهیم ووئيل چې په يقيني توګه پاكستان څخه د غوښې ٬ وريژو او پام آئل درآمد كولو په شمول د تجارت او زرعي ټېكنالوجۍ په ټولو څانګو كښې به دوه اړخيزه مرسته زياته شي او دواړه هېوادونه به د مصنوعی ذهانت (اے آئی) او د ډیجیټل او سیمی کنډکټر په څېر څانګو د لارې د هنرمند كارمندانو څانګه كښې مرسته هم پراخا كړي۔ د دورې په مهال په يوه خصوصي دستوره كښې صدر آصف علي زرداري ملائیشین وزيراعظ?? انور ابراهیم ته نشان پاکستان ایوارډ ه?? وركړو۔ ده ته د نېشنل یونیورسټی آف سائنس اېنډ ټېکنالوجی (نسټ) لخوا اعزازي پي اېچ ډي ډګري ه?? وركړې شوه چرته چې ده لېكچر وركړو
Nguồn bài viết : Lô Đề