اسلام آباد۔31اکتوبر (اے پي پي) د قانون، انصاف او د بشري حقونو وفاقي وزير سینیټر اعظم نذیر تارړ سره پاکستان كښې د یو این ویمن او انټرا ایجنسي جینډر اینډ ډویلپ??نټ ګروپ (آئي این جي اے ډي) استازو ملاقات وكړو ۔ د ملاقات مقصد پاکستان كښې صنفي مساوات او د مې??منو د حقونو ودې لپاره قامي عزم له نور تقویت وركول دي ۔ ملاقات كښې د یو این ویمن ماریا هولټسبرګ ، د کامن ویلتھ اینډ ډویلپ??نټ آفس اینډریو بوډن او د اروپائي ائتلاف جیرون ولیمز نه سره مهم نړيوال استازي هم شریک وو ۔ هغوي وفاقي وزیر د نړيوالو تجربو نه خبر کړو او پاکستان كښې د مضبوطې صنفي مساوات ډھانچې او د خبرتيا پروګرامونو په تشکیل كښې د بیلو څانګو د مرستې اهمیت رامخې ته كړو ۔په دې اعلی كچ مکالمه كښې پاکستان كښې مې??منو ته د پیښو مسائلو او ولاړو خنډانو خاتمې لپاره په كوټلو تګلارو او هدفي اقدامات زور راوړو ۔ د زيارت په ورځ د بشري حقونو وزارت نه جاري پریس ریلیز تر مخه وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ د حکومت د مې??منو د حقونو ودې له په برله پسې ګامونو رڼا واچوله چې پكښې په دفترو كښې د مې??منو ځورونې په ضد د تحفظ قانون او د مې??منو په جائیداد کښې د حقونو نفاذ غوندې مهم قوانین شامل دي۔ ده ووئېل د دې هلو ځلو مقصد د پاکستان د ڼړيوالو لوظنامو ، لكه د مې??منو په خلاف د هر ډول امتیازي سلوک د خاتمې کنونشن (سي اي ډي اے ډبلیو) تر مخه د كړو وعدو پورا کول دي جې ورسره به مې??منو ته د يو برابر موقعو او تحفظ باوري كړے شي ۔ ۔ ده ووئېل وزارت د ملګرو ملتونو د بېلو ایجنسیو سره په ګډه صنفي مرکوز اقدامات مخ په وړاندې بوځي ۔ مهمو شراکت دارو كښې په ملګرو ملتونو كښې د مې??منو شريك ورک پلان، یونیسیف سره يو رولنګ ورک پلان او یو این ډي پي سره کاروبار او بشري حقونو له قامي ایکشن پلان باندې عمل درآمد شامل دي۔ دا همكارۍ د تل پاتي اثرات پیدا کولو لپاره جوړې كړې شوي ، چې ورسره به وزارت ته د صنفي مساوات په كمپائن كښې پیښو چیلنجونو په توګه كلتوري روایات او د وسائلو کمي په وجه راپیدا كېدونكو خنډانو باندې قابو موندو له مرسته تر لاسه شي ۔ده ووئېل دا هلې ځلې به مې??منې له بااختیار كړي ، په قامي پرمختګ كښې به د دوي کردار مستحکم کړي او د يوې لا جامع ??ول??ې تشکیل له به مرسته رامخې ته كړي
Nguồn bài viết : PT Trực Tuyến